د وزيرانو شورا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير په خپل دفتر کې د افغانستان لپاره د ايران له نوي سفير علي رضا بېګدلي سره تعارفي ليدنه کړې ده.
ارګ په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، په دې ناسته کې دواړو لوريو د اړيکو پراختيا او اقتصادي همکاريو په ډېروالي ټينګار کړی دی.
په ياده ناسته کې دغه راز د افغانستان لپاره د ايران سفير له کابل او تهران سره د همکاريو د پراختيا غوښتنه هم کړې ده. ياده دې شي، د ایران نوي سفیر د وزیرانو شورا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ته د ایران د سفر بلنه هم ورکړې ده.