د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع نن ماخوستن(چهارشنبه، مرغومې ۱۹مه) په خپل اېکس افغانستان کې د اسټرالیایي استاد ټیموټي وېکس(جبراییل عمر) د مړینې خبر ورکړی دی.
مفتي قانع ویلي چې استاد عمر له ډېرې مودې راهیسې د سرطان له ناروغۍ کړېده.
جبراییل عمر په لومړیو کې د اسلامي امارت د مجاهدینو لخوا نیول شوی و، وروسته د بندیانو د تبادلې په ترڅ کې له زندان څخه ازاد شو، په خپله خوښه یې د اسلام مقدس دین قبول کړ او له ټیموني وېکس څخه یې خپل نوم جبراییل عمر ته واړاوه.
جبراییل عمر له اسلامي امارت سره خورا زیاته مینه لرله او په همدې اساس یې کابل کې ژوند غوره کړ.
د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت د نوموړي په وفات خپله ژوره خواشيني څرګنده کړې او نوموړي ته یې د بښنې دوعا کړې.