ډېر لوستل شوي

جوزجان کې اړمنو ته څه باندې سل سرپناوې جوړې شوې

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په جوزجان کې ۱۱۱ سرپناه جوړې او ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې.

د خبرپاڼې له مخې، يادې سرپناوې دوه د اوسېدو خونې، يو دهليز او يو حمام لري، چې د دې وزارت د همکارو بنسټونو له لوري د ۳ سوه ۵۰ زره افغانيو په ارزښت جوړې شوې دي.

دغه سرپناوې د ياد ولايت د ځايي چارواکو په شتون کې هغو بې‌ځایه شويو کورنيو ته سپارل شوې، چې کورونه يې د جګړو له امله ويجاړ شوي وو. مسوولين وايي، چې د دې سرپناه له ډلې ۲۸ بابه يې په قوش تپې ولسوالۍ، ۵۶ بابه يې په اقچې ولسوالۍ او ۲۷ بابه يې د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې جوړ شوي دي.

اړوند خبرونه