د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت وايي، چې د تخار ولايت په خواجه بهاوالدين ولسوالۍ کې د پښتنو، تاجک او ازبک قومونو ترمنځ د ځمکو پر سر را پورته شوې شخړه هواره شوې ده.
ياد وزارت وايي، چې د اسلامي امارت زعيم اميرالمؤمنين حفظهالله له هدايت سره سم د دې وزارت سرپرست ملا نورالله نوري په مشرۍ يو پلاوي يادې سيمې ته سفر کړی او د يادو قومونو ترمنځ را ولاړه شوې شخړې يې حل کړې ده. په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، چې تللي پلاوي او ولايتي مسوولينو پرېکړه کړې چې له مخکيني وېش څخه پاتې شويو ازبک او تاجک کورنيو ته به د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظهالله له لوري ځانګړې شوې ۱۵۰ جريبه ځمکې څخه د عام المنفعه ځايونو په نظر کې نيولو سره هر يو ته پنځه بسوې ځمکه ورکول کېږي.