د کاناډا لومړي وزير جسټن ټروډو د امريکا غوره شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته په غبرګون کې ويلي، چې له امريکا سره د کاناډا يو ځای کيدل غير ممکن دی.
ټرمپ تر دې وړاندې ويلي و، چې کاناډا پر ضد به اقتصادي ځواک وکاروي او دغه هېواد بايد د امريکا ۵۱ ايالات شي. دا په داسې حال کې ده، چې د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د واکمن لېبرال ګوند د مشر په توګه له نهو کلونو دندې وروسته استعفا کوي.