د کندز د اقتصاد ریاست مسوولینو دې ولایت کې د ۷۰ ټولګټو پروژو د ګټې اخیستنې خبر ورکړی دی.
ویل کیږي چې پر دې پروژو شاوخوا ۲۳۰ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی.
دغه پروژې په روغتیا، پوهنې، زېربنا، مصونیت، کرنې، د خصوصي سکټور ودې او نورو برخو کې پلې شوې دي. یاده دې شي چې اوسمهال د هېواد په ګوټ ګوټ کې د اسلامي امارت له خپلې بودجې او د بهرنیو موسسو په مرسته زرګونه پروژې تر لاس لاندې دي.