په تهران کې د افغانستان سرپرست سفير مولوي فضل محمد حقاني په خپل کاري دفتر کې د ازاد اسلامي پوهنتون له رييس سره کتلي دي.
ياد سفارت ويلي، په دې ناسته کې دواړو لوريو په دې پوهنتون کې د افغان زدهکړيالانو په تحصيلي وضعيت، پر شته امکاناتو، اسانتياو او فرصتونو خبرې کړې دي.
د ازد اسلامي پوهنتون رييس دکتور محمود محمدي ژمنه کړې، چې د افغان زدهکړيالانو ستونزو ته به په وخت رسېدونه کوي او زدهکړو په برخه کې به ټولې اسانتياوې پام کې ورته نيسي. د ازاد اسلامي پوهنتون (پوهنتون اسلامي ازاد) په کابل کې هم فعاله څانګه لري، چې ياد پوهنتون د نړۍ له لويو پوهنتونونو څخه ګڼل کېږي.