د بلوڅانو د ازادۍ غورځنګ خبر ورکوي، چې پاکستان د بلوچستان ايالت “زهري” ښار يې د دې هېواد له امنيتي ځواکونو، نيولی دی.
د بلوڅانو د ازادۍ غورځنګ د ادعا له مخې، دا مهال د بلوچستان ایالت د “خزدار” سیمې د “زهري” ښار ټول ملکي او نظامي ادارې د دې غورځنګ د ځواکونو په واک کې دي او د پولیسو یو مرکز هم سوځول شوی دی.
په ټولنیزو رسنیو خپرو شویو ویډیويي انځورونو هم لیدل کېږي، چې د بلوڅانو د ازادۍ غورځنګ اړوند وسلهوال د بلوچستان د زهري ښار دولتي ادارو واک په لاس کې لري.
د پاکستان حکومت تر اوسه د بلوڅانو د ازادۍ غورځنګ لهخوا د زهري ښار د نیولو په اړه څه نه دي ویلي. د بلوڅانو د ازادۍ غورځنګ یو وسلهوال خوځښت دی، چې د پاکستان د حکومت پر وړاندې فعالیت کوي او تر دې مخکې یې هم د دې هېواد د دولتي ځواکونو پر ضد بریدونه کړي دي.