د زابل ولايت په ارغندې ولسوالۍ کې د يوې نجلۍ د اجباري نکاح مخه نيول شوې ده.
د امربالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت وايي، دغه نجلۍ د خپل ورور له لوري د ۸ لکه پاکستانۍ کلدارو په بدل کې د هغې له خوښې پرته يو کس ته ورکړل شوې وه. دا په داسې حال کې ده، چې ياد وزارت تر دې وړاندې هم د ښځو د اجباري نکاحو مخنيوي او د هغوی د ميراث او مهر ورکړې ګڼ شمېر قضيو ته رسېدنه کړې ده.