د فراه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې ۱۰ مخابراتي سایټونه فعال شوي او تمه ده ۱۱ نور هم فعال شي.
د مسوولینو په خبره دا سایټونه د فراه په بېلابېلو سیمو کې جوړ شوي او ۱۱ نور به د لسو میاشتو په اوږدو کې جوړ شي.
یاده دې شي چې د اسلامي امارت د بیا واکمنۍ راهیسې ګڼو لرو پرتو سیمو کې مخابراتي شبکې فعالې شوي دي.