ډېر لوستل شوي

هسپانيا له افغانستان سره يو ميليون يورو بشري مرسته کړې

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، چې هسپانيا د افغانستان د بشري مرستو له صندق سره يو ميليون يورو مرسته کړې ده.

ياد دفتر د هسپانيا له دغې بشري مرستې مننه کړې او په وينا یې، چې دا ملاتړ به په افغانستان کې د ژوند ژغورنې لامل شي. د اوچا دفتر په افغانستان کې د شخړو او طبیعي افتونو له امله اغېزمنو شویو خلکو سره د مرستې همغږي کوي.

اړوند خبرونه