ډېر لوستل شوي

په غزني کې ترافيکي پېښې د پنځو تنو ژوند اخېستی

د کابل ــ کندهار پر لويه لار د غزني ولايت “اب بند” ولسوالۍ اړوند يوې ترافيکي پېښې د پنځو تنو ژوند اخېستی دی.

د غزني امنيه قوماندانۍ وايي، چې دغه پېښه تېره ورځ (چهارشنبه مرغومې۱۹مه) د شپې ناوخته رامنځته شوې ده.

ياده پېښه د باروړونکي او مسافروړونکي موټر ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

مسوولين وايي، چې د پېښې ځای ته د يادې ولسوالۍ امنيتي ځواکونو په وخت رسېدنه کړې او د مړو جسدونه يې د غزني ملکي روغتون ته لېږلي دي. د دغې پېښې لاملونه د موټر چلوونکو نه پاملرنه او یخ وهلي سړکونه ښودل شوي دي.

اړوند خبرونه