د امریکا برحاله ولسمشر جو بایډن د روسیې پر تېلو او ګازو پراخه بندیزونه لګولي دي.
رویټرز راپور ورکړی چې د دغو بندیزونو موخه د روسیې پر وړاندې کییف ته د مالي امکاناتو ورکول، په اوکراین کې د جګړې د دوام لپاره د مسکو د عایداتي سرچینو شنډول او د ډونالډ ټرمپ له ټيم سره هوکړې رسېدو کې مرسته کول دي.
د راپورونو له مخې د امریکا خزانې وزارت د نفتو او ګازو پر سورګوت، د روسیې د تېلو د لېږدولو ۱۸۳ بېړۍ او پر نورو هغو شرکتونو بندیزونه لګولي چې له اروپایي هېوادونو پورې تړاو نه لري.
له بلې خوا، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ددې بندیزونو هرکلی کړی دی، خو
روسيې د دغو بندېزونو په تړاو تر دې دمه کوم غبرګون نه دی ښودلی.