ډېر لوستل شوي

بلاروسي پانګوالو په افغانستان کې د برېښنا په توليد کې پانګونې ته لېوالتيا ښودلې

د يوې بلاروسي شرکت مسوولينو ويلي، په افغانستان کې د برېښنا د توليد په برخه کې پانګونه کوي.

د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، چې دې شرکت مسوولينو دغه لېوالتيا د ياد وزارت د انرژۍ له مرستيال ملا عبدالهادي یعقوب سره په ناسته کې ښودلې ده.

د بلاروس خصوصي شرکت مسوولينو دغه راز ويلي، چې دغه برېښنا به له ګازو، د ډبرو له سکرو، باد او لمر څخه توليدوي. تر دې وړاندې د چین، روسیې او یو شمېر نورو هېوادونو پانګوالو هم په افغانستان کې د برېښنا تولید په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې.

اړوند خبرونه