رویټرز خبري اژانس د خپلو موندنو له مخې ویلي چې د توکیو هوسي پوهنتون یوې ۲۲ کلنې محصلې په څټک اته کسان ټپیان کړي دي.
د راپورونو له مخې، دغه ۲۲ کلنه نجلۍ د ټولنپوهنې محصله ده چې په ټولګې کې یې په څټک خپل اته ټولګیوال ټپیان کړي.
پولیسو دغه ۲۲ کلنه نجلۍ نیولې ده خو د پېښې لامل یې نه دی په ګوته کړی.
پولیسو ویلي چې له دې محصلې به پوښتنې ګروېګنې کیږي.