د اسلامي امارت د ویاند مرستیال ملا حمدالله فطرت ویلي، چې د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د بندیانو د تبادلې په اړه خبرې لا هم روانې دي؛ خو تر اوسه کومې پایلې ته نه دي رسېدلې.
تر دې وړاندې د بریتانیې ورځپاڼې “ټیلیګراف” راپور ورکړی و، چې اسلامي امارت د بندیانو د تبادلې پروسه د ډونالډ ټرمپ د پاملرنې راخپلولو په پار د هغه د لوړې مراسمو تر وخت پورې وځنډوله.
په دې راپور کې راغلي و، چې د جوبایډن اداره او اسلامي امارت د ګوانتانامو زندان د بندي محمد رحیم افغاني د تبادلې لپاره له هغو امریکایي اتباعو سره خبرې کوي، چې په افغانستان کې بندیان دي.