د عامي روغتيا وزارت وايي، چې سږ کال د ژمي له پيل تر دې مهاله روغتياي مرکزونو ته نږدې ۸۹۴ تنه هېوادوال د ګاز نيونې له امله ور وړل شوي، چې ۲۴ کسانو يې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
دې وزارت دغه راز ويلي، چې په دې ۲۴ تنو کې ۱۵ نارينه او ۹ تنه يې ښځې وې.
د عامې روغتيا وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره له ټولو هېوادوالو غوښتي، چې د ګازي بخاريو د کارونې په مهال دې له پاملرنې کار واخلي.
دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې اونۍ په لړ کې په خوست ولايت کې د ګازي بخارۍ د يوې کورنۍ د پنځو تنو ژوند واخېست.