يوه تازه څېړنه ښيي، چې د تېر کال اکټوبر مياشتې را په دې خوا په غزې د اسراييلو صهيونېست رژيم په بې رحمانه بريدونو کې د شهيدانو او ټپيانو شمېر ۴۱ سلنه لوړ شوی دی.
په لندن کې يو څېړنيز روغتيايي مرکز په خپل راپور کې دغه راز ويلي، چې د ۲۰۲۳ اکټوبر څخه تر ۲۰۲۴ ميلادي کال د جون تر مياشتې پورې په غزه کې څه د پاسه ۶۴ زره کسان شهيدان شوي دي. ياده دې شي، چې په غزه کې د شهيدانو لویه برخه بې ګناه او غیر نظامیان دي.