د بهرنیو چارو مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل نن(یکشنبه، مرغومي ۲۳مه) په خپل اېکس د مولوي امیر خان متقي او د سعودي عربستان شاهي دولت سفیر فیصل طلق البقمي د کتنې خبر ورکړی دی.
په دې ناسته کې د افغانستان او سعودي عربستان د دوو اړخیزو اړیکو پر پراختیا، سعوديمېشتو افغانانو ته د کونسلي چوپړونو پر رسونې، د شته فرصتونو څخه پر سمې ګټې اخستنې او نورو موضوعاتو خبرې شوي دي.
د بهرنیو چارو وزیر د سعودي سفیر ته هرکلی ویلی او د افغانستان او سعودي اړیکې یې ارزښتناکې او تاریخي بللي دي.
همدارنګه دې ناسته کې د بهرنیو چارو وزیر غوښتنه کړې چې افغان حاجیانو ته دې چوپړونه پراخ او سعودي کې مېشتو افغانانو ته دې کونسلي چوپړونو کې همکاري وشي.
د سعودي سفیر په خپل وار د افغانستان او سعودي دوې اړخیزې اړیکې تاریخي وبللې او ټینګار یې وکړ چې هېواد یې غواړي په کابل کې د خپل حضور له لارې په مختلفو برخو کې افغانانو سره مرسته وکړي.
دغه راز ښاغلي البقمي وویل، چې دواړه هېوادونه کولای شي بېلابېلو برخو کې له نږدې کار وکړي او کابل کې د سفارت پرانیسته له دې ظرفیتونو د ګټې اخیستنې په پار شوې ده.