په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، په افغانستان کې اقليمي ناورين بشردوستانه اړتياوې ډېرې کړې دي.
ياد دفتر دغه راز ويلي، چې افغانستان ته نه يوازې بشردوستانه مرستې بسنه نه کوي؛ بلکې دا هېواد د اقليمي بدلون له ناورين څخه هم کړېږي. اوچا په خپور کړي راپور کې زياته کړې، چې په افغانستان کې د اقليمي بدلون ناورين د افغان بزګرانو پر کښتونو هم بدې اغيزې کړې دي.