ډېر لوستل شوي

د اغاجان بند تخنیکي چارې پیل شوې

د ارزګان په چنارتو ولسوالۍ کې د اغاجان بند د تخنیکي او ډیزاین چارې رسماً پیل شوې.
د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولین وايي چې دغه بند ۵۰ متره لوړوالی او د ۷۰ میلیونو مترو مکعبو اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري.
یاد وزارت ویلي چې دې بند ګڼو کسانو ته کارموندنه هم کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د ریاست الوزرا اقتصادي کمېسیون په یوه ناسته کې د اغاجان بند د چارو د پیل پرېکړه کړې وه.
یاده دې شي چې ددې بند په جوړېدو سره به د سلګونو ارزګاني کورنیو ځمکې خړوبې شي.

اړوند خبرونه