ملي دفاع وزارت وايي، د جلب او جذب له سيمهييزو مرکزونو څخه په عمومي قوماندانۍ کې د ۳۰۰ غوښتوونکو نوم ليکنه شوې ده.
ياد وزارت په يوې خبرپاڼې کې ويلي، چې دې ۳۰۰ کسانو د تخار، بغلان او پنجشير ولايتونو د جلب او جذب له مرکزونو څخه د خپلو اسنادونو د طی مراحلو په پار عمومي قوماندانۍ ته لېږلي وو.
د مسوولينو په وينا، د دغو اسنادو د بايومټريک، روغتيايي معايناتو او بانکي حسابونو جوړولو په برخه کې يې چارې بشپړې شوې او د ملي اسلامي اردو د ثبت شمېرې هم ورته وېشل شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې، په تخار او بغلان ولايتونو کې د ځوانانو د جلب او جذب لړۍ لا هم روانه ده.