مکسيکو د لاس انجلس د اور وژنې د مهارولو په پار د اور وژونکې يوه ډله کاليفورنيا ته لېږلې.
د رويټرز د راپور له مخې، په دې اور وژونکې ډلې کې ۷۰ اور وژنکي چې په ټولو اړينو وسايلو سمبال دي د لاس انجلس هوايي ډګر ته رسېدلي دي. د يو شمېر راپورونو له مخې، په دې ایالت کې د اور لګېدني له امله ۱۱ کسان وژل شوي او نږدې ۱۰ زره ودانۍ یې له منځه تللې دي.