د هرات د والي مطبوعاتي دفتر ویلي چې د دغې پروژې د نللیکې پروژې د غځولو چارې ګړندۍ شوې دي.
دې دفتر همدارنګه لیکلي چې د ټاپي پروژې عمومي مشر محمد مراد امانوف او د هرات والي شیخ نوراحمد اسلامجار د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د چارو پر دوام ټینګار کړی دی.
یاده دې شي چې ټاپي د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو یوه ستره ملي پروژه ده چې د لومړي ځل لپاره یې په افغان خاوره کې عملي چارې د اسلامي امارت په دویمه واکمنۍ کې پیل شوي.
ویب سایټ لېنک: https://omidradio.com