د چک جمهوريت شمال لويديځ ته په يوه رسټورانټ کې د ګاز ډبې د چاودنې له امله شپږ تنه وژل شوي او اته نور ټپيان شوي دي.
رویټرز د ياد جمهوريت د اور وژني ادارې په حواله ويلي، چې د ګاز ډبې تر چاودنې وروسته د رسټورانټ ودانۍ اور اخېستی دی. د لګېدلي اور ډېردل د دې الامل شوی، چې د رسټورانټ ودانۍ شاوخوا استوګنځيو خلک خپل کورونه پرېږدي او خوندي ځايونو ته پناه يوسي.