د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په پاکستان کې د اسلامي امارت چارواکو د اسلاماباد ښار د عمومي پوليسو له مشر سيد علي ناصر رضوي سره ليدلي دي.
ياد وزارت وايي، په دې ليدنه کې د سياسي تشريفاتي چارو مسوول، د سفارت مرستيال قونسل او په دې هېواد کې د افغان کډوالو چارو اتشه ګډون کړی وو.
د وزارت د خبرپاڼې له مخې، دواړو لوريو د اسلاماباد، لاهور او راولپنډۍ په ښارونو کې د مېشتو افغان کډوالو د روان وضعيت په تړاو خبرې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې پاکستان د افغان کډوالو د اېستلو بهیر ګړندی کړی دی.