د فدرالي تحقیقاتو ادارې (افبيای) مشر کریستوفر رای وايي، چې امريکا د چين د زيان رسوونکو بريدونو تر فشار لاندې ده.
نوموړي له “سيبياېس” شبکې سره په خبرو کې ويلي، چې چين په امريکا کې د مهمو کارخونو، د برېښنا شبکو، د ګازو پايپ لاينونو او په مخابراتي سېستمونو کې داسې وسايل ځای پر ځای کړي، چې په اسانۍ سره ټول سېستمونه زيانمنولی شي.
د فدرالي تحقيقاتو ادارې مشره دغه څرګندونې وروسته له دې کوي، چې ګواکې چینایي هکرانو د امریکا پر ځینو ادارو سایبري بریدونه کړي.