ډېر لوستل شوي

جلال اباد؛ د دوو میلیونو توکي له سوځېدو ژغورل شوي

د ننګرهار ځایي مسوولینو ویلي چې دې ولایت کې د اطفایې کارکوونکو د څه باندې ۲ میلیونو افغانیو په ارزښت توکي له سوځېدو ژغورلي دي.
مسوولینو ویلي چې د بهسودو ولسوالۍ اړوند یوه ګمرک کې د مالوچو په بار لارۍ کې ناببره اورلګېدنه رامنځته شوې وه چې اور وژونکو یې اور مهار او د ۲ میلیونو او ۵ سوه زرو افغانیو توکو د سوځېدو مخه یې ونیوله.
ویل کیږي چې دې لارۍ کې ۲ لکه او ۶۰ زرو افغانیو توکي سوځېدلي دي.
ددې ولایت مسوولین ډاډ ورکوي، چې د اطفايې مدیریت منسوبین تل د دا ډول پېښو د مهارولو پوره چمتوالی لري او له ولس سره تل په دا ډول پېښو کې همکار دي.

اړوند خبرونه