د بدني روزنې او ورزش عمومي رييس حمدالله وثيق په خپل کاري دفتر کې د ايران سفارت له استازي افشار سيفي نژاد سره کتلي دي.
ښاغلي وثيق په خپله رسمي اېکس پاڼه ليکلي، چې په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو د ورزشي اړيکو په تړاو خبرې شوې دي.
د ياد سفارت استازي د افغانستان وروستۍ ورزشي لاسته راوړنې ستايلې او په يادو برخو کې يې د همکاريو ژمنه هم کړې ده.