له څو ورځو راهیسې د نړۍ ګڼې لویې او کوچنۍ رسنۍ په کالفورنیا کې د راپورته شوي اور پر خبري پوښښ بوختي دي. دا اور رښتیا هم د امریکا په تاریخ کې خونړۍ بلل شوی او مالي زیانونه یې نهجبرانېدونکي دي.
ایالتي مسوولین وېره لري، چې د بادونو او توپانونو په ملتیا دا اور ټوله کالیفورنیا په خپله غېږه کې وانخلي. که څه هم ددې اور د قابوکووني په موخه زرګونه اوروژونکي او نورې ادارې لاس پکار دي؛ خو ددې اور په مهار کې نږدې هر ډول کوښښ ناکام دی.
ددې اور مالي زیانونه لسګونو میلیاردو ډالرو ته رسیږي او تراوسه د ۲۴ تنو د مړینې پخلی هم شوی. اور سه شنبه لومړی د لاس انجلس لوېدیځ ته د ملیبو ساحلي ښار په یوه غرنۍ ځنګلي سیمه کې ولګېد، خو وروسته توند باد او توپان یاد اور نورو سیمو ته خپور کړ. بل خوا ځینو هېوادونو له امریکا سره له خواخوږۍ سربېره د عملي همکارۍ ډاډ هم څرګند کړی دی. د لاس انجلس د اور وژنې ادارې مشر ویلي، بادونو او د اوبو شدید کمښت د اوروژنې چاره سخته کړې ده.
له بله پلوه زیانمن د اور په مهار کې حکومت پړ ګڼي. دې اور د هالیوډ د ځینو مشهور څېرو کورونه هم لولپه کړي دي.
په خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کیږي چې په زرګونو خلک خپل ډک کورونه پرېږدي او د سر د ساتنې په ویر اخته دي. له بل پلوه داسې اندېښنې هم شته چې غله او لوټمار له خلکو تش کورونه چور نه کړي. د لاس انجلس پولیسو همدې موضوع ته په کتو په دغو سیمو کې د شپې له مخې ګرځبندیز اعلان کړی. پولیسو ویلي چې ورانکارو او د چور په تمه ناست کسان به د قانون منګولو ته وسپاري. ویل کیږي چې د لاس انجلس ایالتي ادارې د غلاوو د مخنیوي په پار ۲۰۰ ګرځنده پولیس هم ګومارلي دي.
لومړنۍ څیړنې وایي، دا اورلګیدنه د امریکا په تاریخ کې تر ټولو قیمتي اورلګیدنه ده، چې اقتصادي زیان یې تراوسه د ۱۳۵ څخه تر ۱۵۰ میلیارده ډالرو پورې تخمین شوی دی. د راپورنو له مخې دې اور شاوخوا نیم میلیون کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته ایستي دي.
اوس پوښتنه دا ده چې داسې خپلسري او وحشي اورونه څنګه رامنځته کیږي او تر شا یې سببونه کوم دي؟
د وحشي اورونه علت تر ډېره ځایه طبیعي دی. د اقلیم بدلون د ځمکې د کرې د ګرمۍ کچه لوړه کړې او د ځمکې کره ورځ په ورځ د ګرمېدو په حالت کې د. د نړۍ په بېلابېلو برخو کې ډېری وخت داسې اورونه د تودوخې درجې د لوړېدو په پایله کې رامنځته کیږي. خو د داسې پراخو اورلګېدنې علتونه یوازې طبیعي نه وي او حتمي یې تر شا نور علتونه هم شته.
د لاس انجلس ښار د اورلګېدنې سره هممهال په نیویارک هم د استوګنې په یوه لوی ښارګوټي کې اور لګېدلی و. دې دوو موازي پېښو خلکو ته ګڼ شکونه ور اچولي چې ایا دا خو به عمدي پېښه نه وي. انګرېزان په قصدي توګه د اور اچونې پېښو ته ارسن وایي.
خو د لاس انجلس د ارسن پېښه نه ښکاري او تر شا یې شاید علت وچ طبیعت او نهورښت دی. د اقلیمي چارو متخصصین وایي چې کالیفورنیا د اوړي په پای ته رسېدو او د مني په پیل سره د هوا یوه وچه دوره تېروي او ښایي دا اور هم د ورښتونو د نشتون له کبله رامنځته شوی و. ویل کیږي چې سږکال، وچ شرایط د جنوري د میاشتې تر پایه دوام کوي. د وچو شرایطو او بادونو لګېدل د اورونو په لا پراخونه کې مرسته کوي.
بل خوا باور دی چې دا اور د الله تعالی له سترو قهرونو څخه دی چې پر دې ښار یې نازل کړی. د خواله رسنیو کاروونکو د هالیوډ د یوه لوبغاړي یو ټویټ شریکوي چې پکې نوموړی د غزې د اوسېدونکو د قتل عامېدو حکم کوي. دا کس د هالیوډ فلمي لوبغاړی دی چې په دې اور کې یې خپله شانداره ماڼۍ لولپه شوه.