د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي چې دې ریاست په موسی کلا ولسوالۍ کې د موسمي اوبو د مهارونې په پار د چکډېمونو د جوړولو چارې پیل کړي دي.
سرچینه زیاتوي چې دې پروژه کې ۳۰۰ ځایي اوسېدونکو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
مسوولین زیاتوي چې د موسمي اوبو مهارونه د اوبو د کمښت یوازینۍ حللاره ده.
یاده دې شي چې دا چکډیمونه به نه یوازې ددې اوسېدونکو کښتونه خړوب کړي، بلکې د چاپیریال په ساتنه او د سېلابونو په مهار کې به هم اغېزمن تمام شي.