له نشهيي توکو سره د خوست امنيه قوماندانۍ د مبارزې مديريت منسوبينو د نشهيي توکو يو وسلهوال قاچاقبر له ۴۳ کيلو ګرامه “جرسو” سره يو ځای لاس په لاس نيولی دی.
ياده قومانداني وايي، دغه قاچاقبر د خوست مرکز اړوند “منګسو” سيمه کې د يو لړ برياليو عملياتو په پايله کې له يو ميل کلانشينکوف سره نيول شوی دی.
د ويلو ده، چې د خوست امنيه قوماندانۍ امنيتي ځواکونو تر دې وړاندې هم پر جنايي جرمونو تورن کسان نيولي او د قانون منګولو ته يې سپارلي دي.