د ملي دفاع وزارت وايي، چې د شهيد سردار محمد داوود خان په څلورسوه بستریز روغتون کې د څلورو ماشومانو د “سوء شکل” عمليات په برياليتوب ترسره شول.
د ياد وزارت د معلوماتو له مخې، د دغو څلورو ماشومانو عمليات د دوو اونيو په لړ کې د هډوکو پيوند، د هډوکو تثبيت او پلاستيکي جراحي عملیاتونو د اورتوپيډي او ټراماتولوژۍ د جراحي افغان متخصصینو او هندي متخصص په همکارۍ په برياليتوب ترسره شول. ياده دې شي، چې دغه ماشومان د درملنې په موخه د C.O.F.O (زموږ د راتلونکې ماشومانو) مؤسسې له لوري جرمني هېواد ته لېږل شوي وو، چې تر نسبي درملنې وروسته يې عمليات د شهید سردار محمد داوود خان روغتون کې په برياليتوب ترسره شوي دي.