ډېر لوستل شوي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د همکارۍ شپږ هوکړه ليکونه لاسليک کړي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د لسګونه ميليونو افغانيو او ډالرو په ارزښت د همکارۍ شپږ هوکړه ليکونه لاسليک کړي دي.

ياد وزارت وايي، چې دغه هوکړه ليکونه له “اکټيډ، د بشري سولې رامنځته کوونکو، د ترحم لښکر، د بشري مرستو همغږۍ، د ښځو د ټولنيزو خدمتونو او د پياوړتيا عدالت غوښتنې” مؤسسو سره لاسليک شوي دي.

مسوولين وايي، چې دغه مؤسسې به د يادې هوکړې له مخې، ۸۸ ميليونه ۲ سوه ۲ زره او ۷۹ افغانۍ او ۸ سوه ۱۴ زره ۳۹ ډالرو په ارزښت په کابل او يو شمېر نورو ولايتونو کې لګوي. ياده دې شي، چې دا هوکړه لیکونه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د مسلکي مرستیال عبدالرحمن راشد او د يادو مؤسسو د استازو له لوري لاسلیک شول.

اړوند خبرونه