ځايي مسوولينو په ارزګان ولایت کې د څه باندې ۳ ميليونه افغانيو په ارزښت د کانونو د را اېستلو له پیل خبر ورکوي.
د ارزګان سیمهییزو مسوولينو له امید راډیو سره په خبرو کې ويلي، چې د ياد ولايت په ترينکوټ او چهارچينو ولسوالیو کې يې د ۲۲۷ ټنه فلورايټ کانونو د را اېستلو چاري پیل کړې دي. د دې ولايت د مسوولينو په وينا، چې د يادو کانونو له را اېستلو څخه به ۳ ميليونه ۵۱ زره او ۸۵۰ افغانۍ عواید ترلاسه شي.