د کار او ټولنيزو چارو وزارت وايي، د روان ۱۴۰۳ کال په وروستیو څلورمیاشتو کې د کار ۳۳ زره او ۲۰۰ جوازونه وېشل شوي دي.
د دې وزارت د معلوماتو له مخې، ۲۱ زره او ۵۶۷ تنه په امارتي سکټور او ۹ زره ۸۰۹ هېوادوال په خصوصي سکټورونو کې په دندو ګومارل شوي دي.
د ياد وزارت وياند سمېعالله ابراهيمي ويلي، چې په دې وېشل شويو جوازونو کې ۱ زر او ۹۲۰ بهرنيو وګړو هم د کار جوازونه ترلاسه کړي دي.
د یادولو ده، چې په دې سره د روان ۱۴۰۳ هجري لمریز کال په تېرو نهو میاشتو کې د کار او ټولنيزو چارو وزارت لخوا د کار د وېشل شویو جوازونو شمېر ۹۰ زره ۲۳۱ ته ورسېد.