د کرملين ماڼۍ په يو خبرپاڼه کې ويلي، چې ايران او روسيه به د “هر اخيزې استراتيژيکې همکارۍ تړون” لاسليک کړي.
يادې ماڼۍ تېره ورځ په دې خبرپاڼه کې دغه زار ويلي، چې د ايران ولسمشر به د راتلونکې جمعې ورځ په کرملين کې د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره وويني.
ويلکېږي، دواړه ولسمشران به د دې تړون د لاسليک تر څنګ د دوه اړخيزو همکاريو د لا پراختيا لپاره د سواګرۍ او پانګونې، ټرانسپورټ، لوژستيک او بشري برخو په ګډون پر مهمو سيمهييزو او نړيوالو موضوعاتو هم خبرې وکړي. د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند اسماعيل بقايي تېره ورځ په يوه خبري ناسته کې ويلي، ياد تړون د چمتو کولو بهير شاوخوا دوه نيم کاله وخت ونيوه.