عدلیې وزارت اعلان وکړ چې په تېره میاشت کې یې د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کې له ۶۵۰۰۰ جریبه څخه زیاته دولتي ځمکه له غاصبانو څخه بېرته راګرځولی ده.
عدلیې وزارت دا ځمکې په کندز، جوزجان، تخار، غزني، غور، پکتیا، خوست، زابل، میدان وردګ، بامیان او پنجشېر کې له غاصبینو بېرته راګرځولي دي. یاده دې شي چې د عدلیي وزارت تر چتر لاندې د ځمکراګرځونې او تثبیت کمېسیون په دې وروستیو کې په ټول هېواد کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي.