ډېر لوستل شوي

حنفي: د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت رښتيني فعاليتونه دې له ډيپلوماټيکو لارو نړۍ سره شريک شي

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکايتونو اورېدلو وزارت سرپرست شيخ محمد خالد حنفي په خپل کاري دفتر کې په قطر کې د افغانستان له سفير سهيل شاهين سره کتلي دي.
ياد وزارت ويلي، په دې ناسته کې دواړو لورو په خپلو لاسته راوړنو او فعاليتونو خبرې کړې دي.
په دې ليدنه کې دغه راز ښاغلي حنفي ويلي، چې د دغه وزارت رښتيني فعاليتونه دې له ډيپلوماټيکو لارو، نړۍ سره شريک شي.
ښاغلي حنفي د دې ناستې په ترڅ کې ټينګار کړی، چې د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکايتونو اورېدلو وزارت موخه د اسلامي شريعت پلي کولو ترڅنګ د ټولنيز بدلون او ثبات راوستل دي.

اړوند خبرونه