د چاپېريال ساتنې ملي ادارې رييس مولوي مطیعالحق خالص له نړيوالې ټولنې غوښتي، چې د اقليکي بدلونونو له امله د افغانستان د زيانونو په جبران کې مرسته وکړي.
ښاغلي خالص دغه څرګندونې نن (چهارشنبه، مرغومې ۲۶مه) په کابل کې د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلون د ارزونې په ۲۹مې ناسته کې کړې دي.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رييس په ډاګه کړې، چې افغانستان سره له دې چې په ځمکه د تودوخې زیاتوالي او د شنې خونې ګازونو په تولید کې هېڅ ونډه نه لري؛ خو بیا هم د دې ناوړه اغېزو له امله خورا ډېر زیانمن شوی دی.
مولوي خالص دغه راز هیله څرګنده کړې، چې په ملګرو ملتونو کې د اقلیمي بدلونونو له امله زیانمنو هېوادونو لپاره ټاکل شوې ۳۰۰ میلیارده ډالر مرستې څخه د افغانستان ونډه ورکړل شي. د اقلیمي بدلونونو په تړاو د ۲۹مې نړیوالې ناستې په نوم “COP29” څو ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو له خوا په اذربایجان کې ترسره شوه، چې په دې ناسته کې د اسلامي امارت يو پلاوي هم ګډون کړی و.