د سويلي کوريا پلټونکو ويلي، چې د پوليسو زر کسيز ځواک استيضاح شوی ولسمشر يون سوک يول نيولی دی.
يون سوک يول په يوه وينا کې ويلي، چې په سويلي کوريا کې يې د تاوتريخوالي د مخنيوي په پار په خپله دې ځواک ته ځان تسليم کړی دی.
دا د سويلي کوريا په تاريخ کې لومړی ځل دی، چې يو ولسمشر وړاندې له دې چې د هغه کاري دوره بشپړ شي، نيول کېږي.
د سویلي کوریا پارلمان نوموړی د ډسمبر په ۲۴ مه استیضاح او له واکه لرې کړ.