د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پاکستان له بندخونو د ۱۴ افغان بنديانو له ازادېدو خبرو ورکړی دی.
ياد وزارت وايي، چې دغه بنديان له ۱۵ ورځو بندخونې وروسته تېره ورځ خپل هېواد ته راستانه شول.
د تورخم د سرحدي امريت د معلوماتو له مخې، ياد کسان د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله د پاکستان د بلوچستان ايالت په “نوشکي” کې نيول شوي وو. ياده دې شي، چې له دې راستنو شويو کسانو سره د همکارو بنسټونو له لوري بشري مرستې هم شوې دي.