ډېر لوستل شوي

د کالیفورنیا اورلګېدنه ښایي ارادي وي

د کالیفورنیا پولیسو یو ناقانوني کډوال نیولی چې ښایي د کالیفورنیا ځنګلونو ته نوموړي اور ورکړی وي.
۳۳ کلن سېرا لېوا د مکسیکو اوسېدونکی دی، خو کلونه وړاندې امریکا ته په پټه راغلی او د کډوالو هېڅ ادارې یې اسناد نه دي ثبت کړي.
دا سړی د وولنډ د اوسېدونکو له خوا هغه وخت وڅارل شو چې زړو ونو او خځلو ته یې اور لګاوه.
ویل کیږي چې تورن پخوا هم د ناقانونه کړنو له کبله نیول شوی و.
نوموړی په ۲۰۲۳ کال کې د یوې جنایي پېښې په تړاو هم نیول شوی و.
یاده دې شي چې د کالیفورنیا اور لا هم نه دی مهار شوی او په پراخه کچه زیانونه یې اړولي دي.

اړوند خبرونه