په اسلاماباد کې د افغانستان سفارت سرپرست سردار احمد شکيب په پاکستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ مشرې فيليپا کندلر سره کتلي دي.
په ياده کتنه کې افغان سفير ټينګار کړی، چې د “پياوار، اېسيسي او شارپ ټوکن” لرونکو له حقونو څخه دفاع او د هغوی لپاره د لازمو چوپړتياوو په رامنځته کولو کې بايد “يونيسيار” ګام پورته کړي.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مشرې فيليپا هم په دې هېواد کې د افغان کډوالو په تړاو د پاکستان د امنيتي ادارو وروستيو اقداماتو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ويلي دي، په دې تړاو يې د پاکستان له اړوند ادارو سره ناستې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې پاکستان د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ چټکه کړې ده.