ډېر لوستل شوي

په خوست کې ۱۳ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور نيول شوي

د خوست امنيه قومانداني دويمې امنيتي حوزې منسوبينو د تېرو دوو ورځو په لړ کې ۱۳ کسان د بېلابېلو جرمونو په تړاو نيولي دي.
د يادې قومانداني وياند طاهر احرار وايي، دغه کسان د موټرسايکلونو، ځيرکو مبايلونو، کورونو ته د اوښتو او په لارو او کوڅو کې د شوکونې او د نشه‌يي توکو د خرڅلاو په تور نيول شوي دي.
د نوموړي په وينا، له نيول شويو کسانو څخه يو غلا شوی موټرسايکل، اته موبايلونه، يو اندازه پاکستانۍ کلدارې او نشه‌يي توکې هم ترلاسه شوي دي.
د خوست امنيه قومانداني وياند دغه راز ويلي، چې د نیول شویو کسانو له ډلې ځینو یې په خپل جرم اعتراف هم کړی دی.
د ويلو ده، چې يادې امنيه قومانداني تر دې وړاندې هم په جنايي جرمونو کې د يو شمېر ښکېلو کسانو له نيولو خبر ورکړی.

اړوند خبرونه