ډېر لوستل شوي

څلورو زرو ټرافیکي پېښو د ۲ زرو هېوادوالو ژوند اخیستی

د ټرافيکو رياست وايي، سږ کال د افغانستان پر لویو لارو څه باندې څلور زره ترافیکي پېښې ثبت شوې دي.
د ټرافيکو عمومي رییس حسيب الله مختار وايي چې دې پېښو د ۲ زرو هېوادوالو ژوند اخیستی او شاوخوا ۷۰۰ نور یې ټپیان کړي دي.

هېواد کې تر ټولو وروستۍ خونړۍ پېښه د کابل ـ کندهار پر لویې لارې رامنځته شوه چې شاوخوا ۲۰۰ تنو ته یې مرګ ژوبله واړوله.
یاده دې شي چې په هېواد کې د سړکونو ستونزې، د موټرونو ګڼه ګوڼه، د موټرچلوونکو له خوا ټرافیکي اصولو ته نه پاملرنه او نور هغه سببونه دي چې ټرافیکي پېښې یې بې مخینې ډېرې کړي دي.

اړوند خبرونه