د تخار امنيه قوماندانۍ په يوې اعلاميې کې ويلي، چې په ینګي قلعه ولسوالۍ کې یې ۴ تنه انسانتښتوونکي او د ناچلو پیسو کاروباریان نیولي دي.
امنیه قومندانۍ ویلي، دا ۴ تنه یې هغه وخت څارلي چې یو اته کلن ماشوم یې یرغمل کړی و.
په اعلامیه کې ویل شوي چې دې کسانو د بهرنیو اسعارو د جعل کار هم کاوه.
ویل کیږي چې له دې انسانتښتوونکو سره ډول ډول بېهوښه کوونکي او نور درمل هم ترلاسه شوي.