ډېر لوستل شوي

د پاکستان له بندخونو ۱۶ افغان بنديان ازاد شول

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پاکستان له بندخونو څخه د ۱۶ افغان بنديانو له ازادېدو خبر ورکوي.

ياد وزارت ويلي، چې دغه کسان د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله د پاکستان په بېلابېلو بندخونو کې له ۲ تر ۱۶ ورځو بند وروسته ازاد او خپل هېواد ته راستانه شول.

مسوولين وايي، چې له دې کسانو سره د همکارو بنسټونو له لوري بشري مرستې هم شوې دي.

د ويلو ده، چې تېره ورځ هم د پاکستان له بندخونو څخه ۱۴ افغان بنديان ازاد او خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

اړوند خبرونه