د کرېکټ د نړیوالې شورا په تازه ډلبندۍ کې یو ځلې بیا افغان لوبغاړو لومړي او درېیم مقامونه خپل کړي دي.
دې شورا د یو ورځنیو لوبو نوې ډلبندۍ اعلان کړې چې افغان ټولچاري لوبغاړي محمد نبي عیسی خېل پکې بیاځلې لومړی مقام خپل کړی دی.
له بله پلوه په توپ اچوونکو کې راشد خان وکولی شول چې لومړی ځای خپل کړي.
افغان ټولچاري لوبغاړي عظمت الله عمرزي هم د لومړي ځل لپاره درېیم مقام خپل کړی.
افغان لوبغاړي په داسې حال کې د نړیوالې شورا لومړي مقامونه ګټي چې تمه ده راتلونکې فبروري کې د پاکستان په کوربتوب د اتلانو جام سیالۍ هم پیل شي.