د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف ويلي، نړيوال بانک ژمنه کړې چې هېواد ته به يې ۲۰ ميليارد ډالر پور ورکړي.
نوموړي زياته کړې، چې دغه پېسې به د ماشومانو د تغذيې د چارو د پراختيا، پاکې انرژۍ، د خصوصي سکټور د ودې لپاره او د اقليم انعطاف پذيرۍ په برخو کې ولګوي پاکستان چې د نقدو پېسو له کموالي سره مخامخ دی، له څو کلونو راهېسې هلې ځلې کوي، چې خپلې اقتصادي ستونزې اداره کړي.